د لاس رسي وړ اتصالات

دافغانستان په ختیځ کې مظاهری په تاوتریخوالی بدلی شوی


افغان ماموران وائې، لږترلږه یوتن وروسته له هغې ووژل شو چې گمان کیږی امنیتی قواو نن دشنبی په ورځ دهیواد په ختیځ کې په مظاهره چیانو باندی ډزی وکړی . په دغو ډزو کې لږترلږه دری تنه نور زخمیان شویدی .

عینی شاهدان وائې،گڼ شمیر کسان دننگرهار په ولایت کې راټول شوی وو چې غوښتل ئې دهغو دروملکیانو په وژلو باندی داحتجاج په توگه سرک بند کړی چې دامریکا په مشری دائتلاف قواو بیگاه په دغه ولایت کې دیوې حملی په وخت کې وژلی وو. نظامی ماموران وائې، عسکروپه دغو عملیاتو کې چې هدف ئې دخارجی جنگیالیو شبکه وه، یو افراطیان وژلی دی .

دغه ماموران وائې، پدی حمله کې نهه تنه مشکوک افراطیان نیول شویدی . دجمهوررئیس حامد کرزی حکومت دملکی تلفاتو په باره کې اندیښنه څرگنده کړیده چې خارجی عسکرو چې دطالبانو او دالقاعدی دیاغیانوپسی گرځیدل وژلی دی .

XS
SM
MD
LG