د لاس رسي وړ اتصالات

د ځپونکي طوفان سره سره  په برما کې ریفرنډم تر سره شو


په برما کې په داسې حال کې د اساسي قانون پر سر ریفرنډم تر سره شو چې تیره هفته په دغه ملک کې د یوه موسمي طوفان له آمله لږ تر لږه ٦٢ زره تنه مړه او لادرکه شول. په میلیونونو طوفان ځپلي د ژوند د ابتدايي مرستو انتظار باسي.

که څه هم د برما نظامي حکومت له طوفان وروسته اعلان وکړ چې انتخابات یې د مئ ٢۴مې نیټې ته ځنډولي، خو دغه انتخابات د خپل پخواني تقسیم اوقات سره سم نن د شنبې په ورځ تر سره شول.

د برما نظامي رهبران وايي، نوی اساسي قانون د دوی په وینا، د دیموکراسئ په لور د تللو یوه برخه ده او له آمله به یې په دوه زره او لسم میلادي کال کې د عمومي انتخاباتو لپاره لاره هواره شي. خو د حکومت مخالف، د دیموکراسئ ملي گوند پر خلکو غږ کړی چې په ریفرنډم کې برخه وانخلي. دغه گوند وايي نوی اساسي قانون به یوازې پر ملک باندې د پوځ کنترول ته زمینه برابره کړي. بل خوا، ملگرو ملتونو پرون د جمعې په ورځ د برما د طوفان ځپلو لپاره د ١٨٧ میلیونو ډالرو مرستې غوښتنه وکړه او د برما پر نظامي چارواکو یې یې غږ وکړ چې مرسته کوونکو ته اجازه ورکړي چې هغه هیواد ته ورشي.

XS
SM
MD
LG