د لاس رسي وړ اتصالات

د زیمبابوې مخالف گوند د دوهم ځل لپاره په انتخاباتو کې برخه اخلي


د زیمبابوې د حکومت مخالف گوند رهبرو، مورگان څوانگیري اعلان کړی چې د جمهوري ریاست لپاره د جمهور رئیس رابرټ موگابې پر وړاندې په دوهم ځل انتخاباتو کې برخه اخلي. د دیموکراتیک بدلون تحریک رهبر، مورگان څوانگیري دغه اعلان نن د جنوبي افریقا په پریټوریا کې وکړ خو ددې کار لپاره یې ځینې شرایط هم وړاندې کړل.

هغه وویل، باید په ملک کې تشدد ختم شي او جنوبي افریقا د پرمختیا د ټولنې سوله ساتونکو عسکرو او نړیوالو څارونکو او خبریالانو ته ملک ته د ورتلو اجازه ورکړل شي. ښاغلي څوانگیري وویل، ډیر ژر به هیواد ته ستون شي. هغه زیاته کړه، انتخابات باید د مئ له ٢۴مې ونه ځنډیږي. څوانگیري ادعا کوي چې د مارچ د ٢٩مې د جمهوري ریاست انتخابات یې گټلي دي.

د ملک د انتخاباتو کمیسیون وايي، مورگان څوانگیري له خپل سیال نه زیاتې رایې گټلي خو دداسې اکثریت په گټلو کې پاتې راغلی چې د دوهم ځل انتخاباتو مخه ونیسي. د زیمبابوې د انتخاباتو د قانون لمخې، دوهم ځل انتخابات باید د لومړي ځل د نتیجو د اعلان ٢١ ورځې وروسته تر سره شي. د ملک د لمړي ځل د انتخاباتو نتیجې د مئ په دوهمه اعلان شوې.

XS
SM
MD
LG