د لاس رسي وړ اتصالات

دپاکستان په صوبه سرحدکې دری تنه شعیه گان وژل شویدی


پولیسان وائې، نن دشنبی په ورځ دپاکستان په صوبه سرحد کې وسله والو کسانو دری تنه وویشتل او وی وژل چې گمان کیږی ، دا حمله دفرقه ئې تاوتریخوالی پوری ارتباط لری . حمله کوونکودصوبه سرحد ددیره اسمعیل خان په ښارگوټی کې په یودکان باندی ډزی وکړی چې دری دکانداران ئې ووژل او دوه نورئې زخمیان کړل.

پولیسان وائې، دغه قربانیان ټول شعیه گان وواو دوی په دی باره کې تحقیقات کوی چې گمان کیږی دفرقه ئې تاوتریخوالی پوری دغه ‏حمله ارتباط لری . اکثره پاکستانیان سنیان دی .دپاکستان د‏(‎١٦٠ ‏)‎ میلونه نفوس نه شل فیصده ئې شعیه گان دی .په عمومی ډول سنیان او شعیه گان دواړه په پاکستان کې په سوله ایزه توگه ژوند کوی مگر دنولسوه اتیا دلسیزی نه راپدی خوا ددواړو خواو افراطیان دفرقه ئې تاوتریخوالی په وخت کې په یوبل باندی حملی کوی

XS
SM
MD
LG