د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د افغانستان مسلې ته ورځ په ورځ پام زیاتېږي


په کانگرس کی د بحث موضوع په اصل کې پاکستان و، خو خبري ورو ورو د افغانستان خوا ته واوښتې چې د سیمې او د امریکا د امنیت لپاره ډېر مهم دی.

رچرډ هولبروک وویل: "‎د دواړو حکومتونو تر مینځ اړېکې ډېري ترخې دي، او هیله لرم په پاکستان کې به نوی حکومت د دواړه هیوادونو د حکومتونو ترمینځ د امریکا مینځگړیتوب ومني."‎

تامس پکرینگ: "‎افغانستان یواځي گوښه ته پروت هیواد نه دی. افغانستان سره یواځي معاملې نه شو کولای.

دا هیواد بل تر هر وخت له بدو حالاتو سره مخامخ دی، لکه څنگه چې مونږ څلور میاشتیې له مخه و ویل څه چې د پاکستان په سرحدي سیمو کي چې څه کیږي هغه په افغانستان ډېر فشار اچوي."‎

د تېرو ناکامو تړونونو په نظر کې نیولو سره د بحث یوه گډونکي هم د پاکستان د حکومت او ترهگرو تر مینځ په خبرو اطمینان څرگند نه کړ.

دوی د هر هغه تړون خلاف د حکومت هغې اندېښنې ومنلې چې په افغانستان کې به د ناټو قواو ته خطر پېښ کړي. خو هولبروک، څوک چې کدای شي په ډیموکراټ حکومت کې د بهرنیو چارو وزیر جوړ شي، بیا په سیمې کې د امریکا د حکومت په پالیسۍ هم نیوکه وکړه.

بروک: "‎مونږ د سیمې لپاره یو لوی اقتصادي پروگرام ته اړتیا لرو، نه دا اوسنی د پنځو کالو لپاره د ٧٥٠ ملیونو ډالرو شرمه ونکی پروگرام. مونږ باید افغانستان او پاکستان ته د عملیاتو د یوه ډگر په نظر و گور، په لویدیځه سیمه کې ناټو پرته ده او خیتځې سیمې ته مونږ نه شو ورتلای، هلته باید له نورو لارو کار واخلو."‎

د کمېټې غړو د هغو سیمو په خپلې ولکې کې د ساتلو چې ناټو له طالبانو خالي کړې وي، د افغانستان د حکومت په ناوسۍ خواشیني څرگنده کړه. او و یې ویل چې د مخدره موادو مخ په زیاتېدو ستونزه د بیا رغاونې کارونو ته زیان ور رسوي. دوی د فساد د خپرېدونکې مسلې په هکله هم پوښتنې وکړې

پکرینگ: "‎مونږ باید له نورو سره د دې حقیقت په پېژندلو کې مرسته وکړو چې فساد هغه شی دی چې د یو هیواد وجود په خطر کې اچوي. او د وخت په تېرېدو به حکومتونه بدل کړي او په یو یا بل ډول به بدلون را ولي."‎

د بحث گډونکونکو د افغانستان او پاکستان د هغو هلو ځلو ملاتړ وکړ چې د یو داسې اغېزمن پلان په لټون کې دي چې د هغه پاڅون مخنیوی وکړي چې دواړه هیوادونه یې له خطر سره مخامخ کړي.

XS
SM
MD
LG