د امرېکا سناتور براک اوباما او سناتوره هېلرى کلنټن په لوېدېزه وېرجېنېا کې ددېموکرات گوند د ابتداېې انتخاباتو لپاره مبارزه کوى.
د خلکو دنظرېاتو سروې څرگندوى چې تمه ده د نېوېارک سناتوره هېلرى کلنټن به د سه شنبى په ورځ دغه اتبداېې انتخابات وگټى.
خو د تېرو څو ورځو په ترڅ کې سناتور براک اوباما ددېموکرات گوند د معتبرو استاځو له جملى نه څو کسه په ځان رامات کړېدى.
رپوټ وايي معتبر استاځى د دېموکرات گوند له خوانه د جمهورى رېاست انتخاباتو دکاندېدانو په نومولو کې ستر نقش لرى.
ددېموکرات گوند هغه مجلس به د اگست په مېاشت کې وشېى چې د جمهورى رېاست په انتخاباتو کې ېو کس ونوموي.
ددغو معتبرو استاځو له امله براک اوباما اوس له هېلرى کلنټن سره چې د کال په اولو وختونو کې ډېره مخکى وه او برابر دى.
تر اوسه پورې د ددېموکرات گوند د معتبرو استاځو هغه رسمى شمېر ندى معلوم چې څوکسان د چا ملاتړ کوى او خبرى ادارې هم په شمېر کې سره اختلاف لرى نو ځکه دا نشى وېلى کېدلى چې څو ک مخکى دى.
د دېموکرات گوند د استاځو ېوه بله ډله چې متعهد استاځى ورته وېل کېدلى شى هغو ى ددواړو کاندېدانو دپخوانېواجراتو په برخه کې سره وېشل شوېدى.
رپوټ وايي چې اوباما او ېا هېلرى کلنټن په کافې شېمر کې متعهد نماېندگان نلرى چى د اگست په مېاشت کى د ددېموکرات گوند له خوانه کاندېدي پرې وگټلى شى.
نو په دې توگه دا مسله بېرته د معتبرو استاځو غاړى ته ورلوېږى. په دې ډول دهغو شمېر چې څومره کسان د چا پلودى ډېره مهمه شوېده.
سناتورې هېلرى کلنټن د شنبى په ورځ د بسپنى د ټولولو په ېوه غونډه کې ووېل چې دا به د دگوند له خوانه د کاندېد کېدو د گټلو لپاره خپلې انتخاباتى مسابقى ته ادامه ورکړى.
سناتور اوباما په اورېگن کې د خپلې انتخابى مبارزې په ترڅ کې دهغه خپلو ملاتړو ته ووېل چې که دى جمهور رئېس نو د ى به دعراق جنگ چې څومره ژرامکان ولرى، پاېته ورسوى.
رپوټ وايي ددېموکرات گوند له خوانه چې هرڅوک د جمهورى رېاست د انتخاباتو لپاره ونومول شى نو ددې توقع ده چې هغه به دنومبر په مېاشت کې د جمهورى رېاست په انتخاباتو کى له جمهورى خواه سناتور جان مکېن سره مخامخ وى.