د لاس رسي وړ اتصالات

چین: درې نېمو زرو نه زېات کسان په ېوه ښار کې مړه شوېدى


د چېن سر کارى خپرونې وايي د دوشنبى د ورځى په قوى زلزله کې تر اتلسو زرو نه زېات کسان د چېن د جنوبى اېالت سېچوان په ېوه ښار کې وژل شوېدى.

سېنهوا وايى سرکارى شمېرنى دا تصدېقوى چې درې زره او شپږ سوه ٢٩ کسان د مېان ېانگ په ښار کې وژل شوېدى.

په دې توگه دغه زلزله چې قوت او شدت ېې د زلزله سنج په اېساب اوه اعشارېه نهه سنجول شوېدى، د مړو شېمربه ېې تر دولسو زرو نه زېات وى.

چینايي مقامات وايي، د مرستې کوونکو قواوو لومړۍ ډله هغې زلزله ځپلې سیمې ته رسیدلې، چیرې چې د دوشنبې په ورځ یوې سختې زلزلې پکى نږدې ١٢زره کسان ووژل.

د چین د سینهوا رسمي خبري آژانس وايي، یوه ژغورونکې ډله چې شمیر یې ١٣ سوه کسانو ته رسیږي رسیدلې ده.

ونچوان د چین په جنوب لویدیځ کې ېوه اولسوالى ده چې د سیچوان ایالت مرکز نه ٩٠ کېلو مېتره لېرېه پرته ده. د اوسیدونکو شمیر یې سلو زرو ته رسیږي.

تر اوسه لا د تلفاتو دقیقه شمیره نامعلومه ده. خو رپوټونه وايي اوېا فېصده سړکونه اوپلونه په دغه سېمه کې وران شوېدى او ورتگ ېې سخت کړېدى.

په پیکینگ کې نن، له طبیعي حوادثو سره د مبارزې یوه مقام وویل چې د چین په لویدیځو سیمو کې ددغې زلزلې د قربانیانو شمیر ١١ زره ٩٢١ تنو ته رسیږي.

له ٥٠ زرو نه زیات عسکر سیمې ته ددې لپاره لیږل شوي چې عاجلې مرستې ورسوي او هغه جسدونه راوباسي چې د ویجاړو شویو تعمیرونو او ښوونځیو نه لاندې پاتې دي.

مقامات وايي، د میانژو په ښار کې لږ تر لږه دوه زره کسان مړه دي او ۴ زره او ٨٠٠ نور د خاورو او خځلو لاندې پاتې دي.

د سینهوا د خبري آژانس د خبر لمخې، د ژغورنې آملې د دوجیانگ ین په ښار کې د یوه ویجاړ شوي ښوونځي نه ٦٠ جسدونه راویستل، باور کیږي چې پدغه ځای کې ٩٠٠ کسان له خاورو او خځلو لاندي شوي دي.

XS
SM
MD
LG