د لاس رسي وړ اتصالات

د دلارام په اولسوالي کی بم چاودنی ١٨ کسان وژلي دي


د افغانستان چارواکي وایی چی یوه ځان مرگه په گڼ مارکیټ کی د بم په چاودنه کی لږ تر لږه ١٨ کسه وژلي او ٢٢ تنه یې زخمي کړي دي.

پولېس وايى چې په وژل شوو کې ملکى خلک هم شامل دى. چارواکو وویل چی دا چاودنه نن د پنجشنبې په ورځ د فراه د ولایت د دلارام په ولسوالي کی شوې او په وژل شوو کسانو کی پولیس او ملکي خلک شامل دي.

هغوی وایی چی ځان مرگه چادري اغوستې وه، خو دانه معلومه چې هغه ښځه وه اوکه نارېنه و.

طالبانو ویلی دي چی دا کار دوی کړی دی یاغي طالبان په افغانستان کی زیاتره د ځان مرگو حملې کوی .

XS
SM
MD
LG