د لاس رسي وړ اتصالات

"په پارېس کې د ٥٠ ملېاردو ډالرو غوښتنه دا فغانستان لپاره غېر واقعى نده" (مرکه)


په افغانستان کې اوس د ېو شمېر ناکامېو عوامل څه دي؟

انډر فورت ووېل: ناکامى ډېر عوامل لرى. په دغو ناکامېو کې د ېو شمېر مساېلو مسوولېت د افغانستان په حکومت پورې اړه لرى خو د ېو شمېر ناکامېو مسوولېت نړېوالى ټولنى ته ور له غاړى دى.

په دې نېژدى وخت کې زه د ېوه کار په کولو خوشاله ېم او هغه د ډېر ماهر ناروېژى دېپلومات کاى اېده مقررېدل دى. د اسړى به په افغانستان کې زموږ د نړېوالو هڅو ناظم وى او د ا ډېره مهمه خبره ده.

انډر فورت ووېل: په افغانستان کې څلوېښت هېوادونه او ېو شمېر نړېوالى ادارې مرسته کوى او ېو شمېر غېر حکومتى موسسى هم هلته کار کوى. دا ټول کوشش کوى چې په افغانستان کې ېولړ کارونه وکړى خو دا کارونه له ېوبل سره په ښه توگه منظم شوي ندى او دغه کار د افغانستان د جمهور رئېس حآمد کرزى له حکومت سره مرسته نده کړى.

دا ډېره مهمه ده چې نړېواله ټولنه په خپلو کارونو کې هماهنگى راولى او دا هم ډېره مهمه خبره ده چې نړېواله ټولنه په افغانستان کې د ډېرې اوږدې مودى تعهد وکړى. د امنېت لپاره تعهد وکړى او همدا مسله په دې نېژدو وختونو کې د ناټو د کنفرانس مهمه موضوع وه.

ډېر داسى کارونه شته دى چې په افغانستان کې پکار ده چې نړېواله ټولنه وکړى او ډېر داسى کارونه دى چې هغه د افغانستان حکومت وکړى. زه په دې ډاډه ېم چې په دې کاربه کلونه ولگېږى.

افغانستان د پارېس د بسپنه ورکوونکېو هېوادونو په کنفرانس کې د پوځ او پولېسو د روزنى او د بېا رغونى د نورو کارونو لپاره د پنځو س ملېاردو ډالرو غوښتنه کړېده. اېا تاسى داسى فکر کوى چې د دومره زېاتو پېسو غوښتنه واقعبېنانه کار دى؟ اېا افغانستان به دا ټولى پېسى تر لاسه کړى شى؟

کارل انډرفورت وویل: زه فکر کوم چې د وخت په اوږ دو کې به ېقېنا نړېواله ټولنه پنځوس ملېارده ډالره د افغانستان لپاره ورکړى. زه فکر نه کوم چې ددې پېسو غوښتنه کوم غېر واقعى کار دى.

او دا کار زموږ د اروپاېې دوستانو، امرېکاېانو او په نړۍ کې زموږ د ملگرو په گټه دى. ځکه موږ نه غواړو چې افغانستان بېرته د ېو ناکام دولت په موقعېت کې لکه څنگه چې د طالبانو په وخت کې و، واقع شى. دغه کار زموږ د ملى گټو خلاف دى.

انډرفورت تفصېل ورکړ: دا هم ډېره مهمه خبره ده چې ددى پېسو زېاته برخه دافغانستان د حکومت له لارې ولگول شى. ځکه چې نن سبا ډېرې کمى مرستى د افغانستان د حکومت له خوانه لگول کېږى او ددى مانا دا ده چى ډېر کم خدمتونه خلکو ته اجرا کولى شى او هغه ډول گټه حکومت ته نه رسوى چې د عامو خلکو ملاتړپر ې تر لاسه کړى. پکار ده چې حکومت د خپلو خدماتو د اجرا کولو په برخه کې د خلکو ملاتړ تر لاسه کړى.

زه فکر کوم چې د افغانستان حکومت او نړېواله ټولنه باېد په پارېس کې په ېو شمېر شېانو باندى بحث وکړى. په دې لړ کې باېد مالى لگښت زېات شى او په دې خبره وشى چې څنگه هغه په افغانستان کې په کار واچول شى.

XS
SM
MD
LG