د لاس رسي وړ اتصالات

دپاکستان برمته شوی  سفیر خوشی شویدی


دپاکستان تلویزن وائې، مشکوکو افراطی طالبانوپه افغانستان کې دپاکستان سفیر ددرو میاشتوبرمته کیدونه وروسته خوشی کړیدی.

ماموران وائې، طارق عزیزالدین نن دشنبی په ورځ روغ رمټ خوشی کړی شومگر دهغه دخوشی کیدلو دشرط په باب ئې نورتفصیل ورنکړ.

څلورهفتی پخوا دطارق عزیزالدین ویډو دعربی ژبی العربیه په تلویزن ښودل شوی وه چې وائې، هغه افراطی طالبانوبرمته کړی و.

دپاکستان دامنیتی چارو مامورانو وویل، دغه کسان په لومړی سرکې یوې محملی قبائلی ډلی تښتولی وواو وروسته ئې بیا په جنوبی وزیرستان کې دطالبانو قوماندان بیت اله محسود ته وسپارل .

عزیزالدین ،دهغه موټروان اودهغه محافظ دفبروری په میاشت کې دپاکستان دخیبر په قبائلی سیمه کې چې دافغانستان سره سرحدلری ، یوه ورځ وروسته له هغی وتښتول شول چې مقاماتو اعلان وکړچې دطالبانو یو مهم قوماندان ملا منصورداداله نیولی دی.

محلی مطبوعاتو رپوټ ورکړیدی چې برمته کوونکو دخپلو یونامعلوم شمیرهغو همکارانودخوشی کولو غوښتنه کړیده چې دپاکستان امنیتی قواو بندیان کړیدی .

XS
SM
MD
LG