د لاس رسي وړ اتصالات

بش، حامد کرزی یو زړور مشر وباله


د مصر په شرم الشیخ کې د مینځي خیتځ په هکله پرانستل شوې غونډه کې، به د امریکا جمهور ر ئیس په خپله ننۍ وینا کې د مینځي ختیځ له هیوادونو څخه و غواړي چې د ایران او سوریې د پالیسیو چې سیاسي او اقتصادي ازاد‏ۍ محدوده وي، ملاتړ و نکړي.

سره سمندر ته نږدې، د مصر په سیلاني ښار شرم الشیخ کې، له مصري جمهور رئیس، حسني مبارک سره په کیناستو، د امریکا جمهور رئیس د مینځني خیتځ له مشرانو سره د خبرو لپاره، دوه ورځنۍ غونډه پرانستله.

بوش د سعودي عربستان له پاچا، عبدالله سره د سهار چای څکلو وروسته، مصر ته وخوځېد. مصر ته په رسېدو، د مصر جمهور رئیس حسني مبارک او د هغې مېرمنې سوزېن د ښاغلي بوش او د میرمني لارا بوش هرکلی وکړ.

مصر هغه لومړی هیواد و چې له اسرائیل یې سره د سولې تړون لاسلیک کړ او له ډېره وخته د سیمه ایزو شخړو په هیواره ولو کې د مینځگړي په نظر ورته کتل کیږي.

جمهور رئیس بوش نن د افغان جمهور رئیس حامد کرزي او د پاکستاني صدر اعظم، یوسف رضا گیلاني په گډون له نورو مشرانو سره هم ولیدل.

بوش په نن ورځنۍ خبرو کې د پاکستان په اقتصادي پیاوړتیا زور واچاو، چې د لوړو بیو له کبله د خوراکي موادو له ستونځې سره مخامخ دی.

د شنبې په ورځ د لیدو په وخت، هغه د افغانستان جمهور رئیس، حامد کرزی یو زړور مشر وبالو. او د پاریس په غونډه کې یې د مرستندویانو څخه له افغانستان سره د انرژۍ او کرهڼې د ستونځو څخه د راوتلو لپاره د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.

بوش:‏ "صدر اعظم گیلاني او له جمهور رئیس کرزي سره د لیدو په وخت، ما د افغانستان جمهور رئیس ته و ویل چې له افغانستان سره به د غنمو په کرنې کې مرسته وشي چې هغه هیواد په کافي اندازه غنم ولري، او د پاکستان له خلکو په فشار کم کړي."‏

د پاکستان صدر اعظم له ترهگرۍ سره د جگړې ژمنه تکرار کړه: "‏‎زمونږ حکومت د ترهگرۍ او بنسټپالنې خلاف د جگړې هوډ لري. ترهگري د انسانیت او نړۍ خلاف ده او ترهگري له ما څخه زما مشره بینظیر بوټو هم یو وړه."‏

بوش ته په عرب هیوادونو کې د یوه اسرائیل پلوه مشر په نظر کتل کیږي. بوش به نن د خپل اخیرنۍ وینا څخه د مخه د اردن له پاچا عبدالله، د فلسطین له صدر اعظم، سلام فیاد او له څو عراقي مشرانو سره وگوري.

ټاکل شوې و چې بوش به د لبنان له صدراعظم فواد سنیورا سره هم وگوري خو په لبنان کې د سیاسي کړکېچ له کبله دغه لیدنه تر سره نه

XS
SM
MD
LG