د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا غواړي په افغانستان کی د یوه لوی زندان د جوړولو پلان عملي کړی


د امریکا دفاع وزارت غواړي د افغانستان په خاوره کی، د امریکا په عمومي پوځي ادې کی د یوه لوی زندان د جوړولو پلان عملي کړی.

د نیو یارک ټایمز د ورځپاڼې په اساس مامورینو دا خبره تایید کړه چی امریکا به د امریکا نه بهر په نورو ملکونو کی د بندیانو ساتلو ته د کلونو دپاره همداسی دوام ورکړي.

دا نوی زندان به په بگرام کی د اوسنی زندان ځای ونیسی چی اوس پکی دری سوه شپیته تنه بندیان پراته دی.

بلخوا، یو افغان ماموروایی امنیتی قواو په هرات کی یو هندۍ او یو نیپالی چی یوه میاشت مخکې یرغمل نیول شوی و، خوشی کړی دی.

د هرات د استخباراتو رئیس وایی افغان قواوې نن د یکشنبې په ورځ پدی بریالی شوی چی د یو لړ عملیاتو نه وروسته دا دوه تنه ازاد کړي.

XS
SM
MD
LG