د لاس رسي وړ اتصالات

دوه برمته شوي بهرنېان را خوشى کړى شول


په افغانستان کی مقامات وائی امنیتی ځواکونو د یو لړعملیاتو په ترڅ کی هغه دوه تنه بهرنیان چی یو ئی د هند او بل ئی د نیپال اوسیدونکی دی او یوه میاشت مخکی د هرات په ولایت کی برمته شوی ؤ، را خوشی کړی دی.

د هرات ولایت د استخباراتو مشر وویل د اففانستان امنیتی قواوو نن د یکشنبی په ورځ په یوه حمله کی دواړه کسان د برمته کوونکو له منگولوڅخه را خوشی کړل.

دغه دوه تنه وگړی نا پیږندل شو یو وسله والو کسانو د اپریل د مېاشتی په یوویشتمه نیټه کله چی ئی د ایران سرحد ته څیرمه د افغا نستان په خاوره کی سفر کاوه برمته کړل.

تر اوسه لا جوته نده چی برمته کوونکو د دوی د خوشی کولو په بدل کی پیسی اخیستی او که نه. د طالبانو جنگیالی په دی سیمه کی فعال دی خو دوی هېڅکله هم د هغوی د برمته کولو مسولیت پر خپله غاړه ندی اخیستی.

همدا رنگه د شنبی په ورځ د افغانستان په جنوب کی د هلمند په ولایت کی یاغیانو دناتو د قواو یوه هیلیکوپتر چی د هلمند والی گلاب منگل او د بریتانیا منصبداران ئی انتقالول په راکټ ویشتلی دی چی هلیکوپتر ته یو څه زیان رسیدلی خو څوک پکی مړه یا زخمیان شوی ندی.

XS
SM
MD
LG