د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د بیلا بیلو قومونو غونډه


په افغانستان کې د بیلا بیلو قومونو او قبایل دشته ستونزو لپاره د حل لارو چارولټولو لپاره دهیواد دبیلابیلو قومونو څه دپاسه ۲۰۰ تنه سپین ږیری او مخور په کابل کې سره ټول شوی وه.

دغه غونډه په کابل کې د کانترپات موسسی په ابتکار او د امریکا د متحده ایالاتو انکشافی اداری په مالی مرسته جوړه شوی وه.

ددغه کنفرانس یوه تن په لاره اچونکی، محمد حلیم فداهی وویل چی دغه کنفرانس دمدنی ټولنی د جوړیدو او د قومونو او قبایلو تر مینځ د همغږی را وستلو په موخه جوړه شوی دی.

دغه کنفرانس ادمدنی ټولنی په وره کی د کوچیانو او قومی جرګو د غرو ونډهب تر نوم لاندی په لاره اچول شوی وه.

ګډون کونکی یې په بیلابیلو کاری ډلګیو کی د مدنی ټولنی جوړیدو د څرنګوالی خلکوته د آسانتیاوو د برابرولو د ښځو د تحصیل په لاره کې خنډونو په موضوګانو بحث وکړ.

XS
SM
MD
LG