د لاس رسي وړ اتصالات

زمبابوې مخالف گوند: د پوځ استخبارات، د گوند کاندید مورگان وانگیري 'د وژلو توطیه کړيده'


د زمبابوې عمده مخالف گوند د پوځ استخبارات په دې تورن کړل چې د جمهوري ریاست لپاره ددوی د گوند کاندید مورگان وانگیري د وژلو توطیه کړيده.

د دموکراتیک بدلون غورځنگ عمومي منشي تندي بتي د کنیا په نایروبي کې یوه مطبوعاتي کانفرانس ته نن دوشنبې وویل چې پوځ د وانگیرې په ضد اته لس وسله وال توظیف کړيدي.

وانگیري ددغه توطیې په سبب ملک ته خپل بیرته راتگ ځنډولوی دی. بتي وویل چې ددوی غورځنگ داسې نښې نښانې لري چې د پوځ د استخباراتو دخالت په دغه توطیه کې ښيي خو دوی مطبوعاتو د داسې یوې فزیکي بیلگې له ښودلو نه ډډه کړېده او ویلي دي چې دا به د یوه شمیر خلکو ژوند په خطر واچوي.

د زمبابوې حکومت وايي داسې تورونه بې بنیاده دي او ښاغلی وانگیري غواړي ارزانه سیاسي گټې تر لاسه کړي.

XS
SM
MD
LG