د لاس رسي وړ اتصالات

هند او پاکستان نن د سولې د خبرو لړی پیل کړه


په اتمي وسلو سمبال سیالو ملکونو هند او پاکستان نن په اسلام اباد کې د سولې د خبرو لړی په هغه هیواد کی د نوی ملکي اییتلافي حکومت د را منځ ته کیدو نه وروسته چی د پوځي حکومت نه یی قدرت په خپل واک کی کړ، د لومړی ځل دپاره پیل کړه.

دا دوه گاونډي ملکونه غواړی د سولی دا سوکه بهیر چې څلور کاله مخکې پیل شوې، چټک کاندی.

د هند د بهرنیو چارو وزیر شیو شنکر مېنن او د هغه پاکستانی سیال سلمان بشیر دا خبری پرانستلې چی په ترڅ کی به یی د تیر کال په پرمختگ غور وشي او بیا به د چهار شنبې په روځ د بهرنیو اړیکو دچارو وزیران پړناب موکرجي او شاه محمود قریشي هم خبرو ته کیني.

بل پلو، پاکستاني پولیس وایی د سړک د غاړی په یوه بمي چاودنه کی چی د هغه هیواد په شمال لویدیځ کې وشوه اوه تنه سخت ټپی شوي دي.

پولیس زیاتوی چی دا بم چی پر یوه بایسکل پوری تړل شوی و، نن د کوهات په ښار کی د یوه پوځي لاری د تیریدو په وخت وچول شو.

په ټپیانو کی څلور تنه ملیشه عسکر هم شامل دی.

XS
SM
MD
LG