د لاس رسي وړ اتصالات

د شمالی کوریا د ذروی پروگرام د بندولو مذاکراتو بهیر 'چټک شي'


د شمالي کوریا د ذروی پروگرام په خبرو کې د امریکایی هیأت رئیس وایی په راتلونکو اونیو کی به د شمالی کوریا د ذروی پروگرام د بندولو او ذروی بې وسلې کولو مذاکراتو بهیر چټک شي.

د امریکا د بهرنیو چارود وزارت مرستیال کرستفر هېل پدی اړه هم خوشبیني څرگنده کړه چی شمالي کوریا به د خپل پوځی، اتمي، اوږد مهاله پروگرام په اړه ټول معلومات دوی ته ور په لاس کړی.

د شپږاړخیزو ژمنو د لست په محتوی کې د نظر د یولړتوپیرونو له کبله دا خبرې ځنډیدلی وی.

XS
SM
MD
LG