د لاس رسي وړ اتصالات

انتخابات: اوباما د نومېدو نوې پړاو ته ورسېد


د امریکا د جمهوري ریاست لپاره د ډموکراټ گوند مخکښ کاندید، بارک اوباما، د سه شبنې د ورځې په انتخاباتو کې، د نومېدو نوې پړاو ته ورسېد.

هغه وايي د انتخاباتي استازو اکثریت یې ترلاسه کړی. اوباما پرون په اوریگن ایالت کې انتخابات وگټل خو په کینټکي ایالت کې ده ته هلري کلنټن په لوی اکثریت ماتې ورکړه.

د سه شنبې شپه د بارک اوباما و د هغه د ملاتړو لپاره په ځای د لمانځلو شپه وه.

اوباما: "‎مونږ د امریکا د خلکو لخوا د زیات استازو په انتخابولو بېرته ایووا ایالت ته را ستانه شوي یو. او تاسو د امریکا جمهوري ریاست ته د نومېدو لپاره نږدې رسولي یو."‎

اوباما شپه په ایووا یالت کې تېره کړه. هغه لومړی ایالت چې سږ کال د جمهوري ریاست لپاره د کاندیدېدو په انتخاباتو کې ده، بری ترلاسه کړ.

د الیونای ایالت ستانور ته اوس د نومېدو لپاره تر سل هم کم استازي په کار دي. خو د هغه مخالفې هلري کلنټن بیا په کنټکي ایالت کې ستر بری ترلاسه کړ.

له سروې گانو مالومیده چې مېرمن کلنټن اوباما ته د هر عمر، نژاد، د تحصیل، او اقتصادي کچې په خلکو کې ماتې ورکړه. په لویزویل ښار کې هغې خپلو ملاتړو ته ویل دومره لوی بری په هغې باندې د دوی د باور نښه وه.

مېرمن کلنټن: "‎تاسو زه هیڅکله یواځې نه یم پرې ایښې، ځکه چې ما تاسې یواځي نه یاست پرې ایښي."‎

خو کلنټن اوس هم د کاندیدې نومېدو لپاره له اوباما څخه په انتخابي استازو او خاصو استازو کې وروسته پاتې ده.

برسېره په دې چې هغې وویل چې د اوباما خلاف به مبارزې ته دوام ورکړي، په ظاهره یې له اوباما سره د پخلاینې لهجه خپله کړه.

کلنټن: "‎زه اوباما او د هغه ملاتړي ستایم. که څه هم مونږ له یو بل سره سخته مبارزه په مخ بیایو، خو مونږ په دې باندې له یو بل سره مل یو چې په سوړمني کې د ډموکراټ جمهور رئیس د بریالي کولو لپاره گوند سره یومټی کړو."‎

په داسې حال کې د جمهوري غوښتونکي گوند نومول شوي کاندید سناتور جان مکېن د اوباما په هغو څرگنده ونو انتقاد ته دوام ورکړ چې ویلې وه هغه به بې له کوم شرط له ایران او د امریکا له نورو دوښمنانو سره خبرې وکړي. اوباما بیا په ځواب کې و ویل ده په څرگنده توگه ویلي چې ایران یو لوی خطر دیو، خو هغه باور لري چې ډپلوماسي سمه لار ده.

XS
SM
MD
LG