د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو سره د سولی مذاکرات - د ځان وژونکو حملو د مخه نیولو دپاره؟


د پاکستان حکومتی استازي او د طالبانو د یوې طرفداری ډلی نطاق وایی دوی د سوات په ناکراره سیمه کی د څو میاشتو جنگونو د پای ته رسولو دپاره د سولی یوه موافقتنامه لاسلیک کړې ده.

په دغه پنځه لس مادې موافقتنامه کی پوځ او د توندروانو هغی ډلی چی د تقریبا یوه کال راهیسی یې د حکومتی قواو سره جنگونه کړي دي، یوه بل ته امتیازات ورکړي دی. د توندروانو یوه نطاق وایی دواړه خواوی یوې موافقې ته ورسېدل.

علی بخت وایی: "له اوږدو بحثونو څخه وروسته، موږ دې نتیجې ته ورسېدلو چی هغه ټکی چی حکومت وړاندی کړي دي زموږ غوښتنی پوره کوی."

د صوبه سرحد د سیمه ایز حکومت یوه استازي، بشیر بلور وویل، مقاماتو په هغه ښارگوټی کی چی پوځ د توندرو مشر مولنا فضل الله مدرسه پکښی ورانه کړې وه، د یوه اسلامی پوهنتون د جوړولو په شمول موافقه وکړه؛ چی د اسلامی قانون د تطبیقولو دپاره به گامونه اخلی.

ده دغه راز وویل ځینی بندیان به خوشی سی او عسکر به کرار کرار د سوات څخه په وتلو پیل وکړی.

بلور وویل په بدل کی توندروانو موافقه وکړه چی حملې بندی کړي، په بازارونو او لاروکوڅو کی د وسلو سره ونه گرځی، خپلی د بمونو جوړولو کارخانې او د ټروریسټانو د روزلو مرکزونه بند کړی او خارجی توندروان حکومت ته وسپاری.

بلور وایی طالبان باید د حکومت اداره او حکم ومنی او دا کار به وکړی. مولنا فضل الله او د هغه پیروانو د سوات په وادی کی د تقریبا یوه کال راهیسی د حکومت سره جگړې کړي دي. سوات یو ښایسته او زرغون ښار دی چی د پایتخت اسلام اباد څخه یوازی پنځوس کیلو متره لیری دی او یو وخت د ټروریسټانو مرکز وو.

توندروانو د پولیسو مرکز او څکومتی د فترونه ونیول او په هغه سیمه کی یې اداره په لاس کی واخیستله. د تېر کال په پای کی حکومت سوات ته څه باندی لس زره عسکر واستول او بالاخره یې د اکثرو کلیو څخه توندروان وایستل، مگر مولنا فضل الله یې ونه نوی. د سوات په باب په موافقه کی د مولنا فضل الله په باب څه نه دي ویل سوي.

بشیر بلور وویل مرکه چیانو تر اوسه پوری ددغه توندرو مشر مسله نه ده فیصله کړې.

د پاکستان نوي حکومت په سوات کی او د افغانستان د سرحد په اوږدو کی د طالبانو سره د سولی مذاکرات د دې دپاره پیل کړی دي چی غواړی د بمونو د هغو ځان وژونکو حملو مخه ونیسی چی تېر کال د پاکستان په زیاترو برخو کی سوي دي.

د متحده ایالاتو مقاماتو ویلي دي چی دغه راز موافقې به القاعده او توندروانو ته په نړۍ کی د حملو کولو فرصت ورکړی.

د پاکستان مرکه چیان د افغانستان د سرحد په اوږدو کی د طالبانو سره د سولی خبرو ته دوام ورکوی.

XS
SM
MD
LG