د لاس رسي وړ اتصالات

ټورنټو سټار: افغانستان د معیوبینو او بې وزلو هیواد دی.


د کاناډا د ټورنټو سټار ورځپاڼی د (افغانستان د معیوبینو او بې وزلو هیواد دی)، تر عنوان لاندی یو مضمون لیکلی دی او وایی چی سړی نه سی ویلای چی په نړی کی به بل داسی هیواد هم وي چی دونه زیات معیوب او بې وزلي خلک ولری، چی یوازی په خیرات گوزاره کوی.

په افغانستان کی دریو لسیزو داخلی جنگونو هر څه وران کړي دي، او پر دې بر سېره لا په مځکه کی پرتو ماینونو او چاودونکو موادو خلک او ماشومان معیوب کړي او مشکلات یې ور زیات کړی دی.

د دې ترڅنگ لا راز راز ناروغیو او د دارو درمل او ډاکټرانو نیستی یوه بله ستونزه هم اضافه کړې ده. بالاخره چی سړی افغانستان ته گوری د معیوبینو او بې وزلو هیواد دی.

د ټورنټو سټار ورځپاڼی خبریال د یوه افغان له خولې چی عبدالحمید نومېږی او یوه پښه یې پرې سوې او په دواړو سترگو ړوند دی او گدایی کوی، وایی چی هغه ویل بلې دا دی زما عکس واخله، دا عکس جمهور ریس ته وښیه او ورته ووایه چی د هغه خلک او د هغه زړه ور مجاهدین څرنگه ژوند کوی او څرنگه په لارو کوڅو کی په گدایی لگیا دي.

ورځپاڼه د دېرش کلن حیات الله له خولې لیکی چی هغه پنځه لس کلن وو چی په شمال کی پر یوه ماین باند یوخت او یوه پښه یې پرې سوه او دې پېښی د هغه ټول ژوند ته تغیر ورکړ.

هغه وایی: "زه نور کار نه سم کولای. زه ځکه کابل ته راغلم چی ما نه غوښتل د خپلی کورنۍ د اوږو بار سم. مگر دا پنځه لس کاله کېږی چی زه په لارو کوڅو کی گدایی کوم. زه د هغو خلکو په خیرات گو زاره کوم چی پر ما یې زړه خوږېږی."

ورځپاڼه وایی د افغانستان حکومت معیوبو افغانانو ته د میاشتی څلور سوه افغانی مرسته ورکوی، چی دا تقریبا اته کاناډایی ډالر کېږی. مگر دا لږه مرسته هم ډېرو کسانو ته نه رسېږی. ورځپاڼه لیکی چی ډېر زیات افغانان دونه معیوب دي چی د نورو مرستی پرته خپلی جامې نه سی بدلولای، تشناب ته نه سی تللای او د ژوند تقریبا هیڅ کار ضرورت یوازی نه سی پوره کولای.

خو افغانستان له دونه زیاتو ستونزو سره مخامخ دی چی حکومت یې د معیوبینو ستونزی ته پوره توجه کولای نه سی.

ورځپاڼه وایی په افغانستان کی ټول خلک اقتصادی ستونزي لری، مگر د معیوبینو او بې وزلو د پاره وضع تر پخوا خرابه سوې ده. ځکه چی نه د معیوبینو دپاره په کافی اندازه پیسې په مرسته ورکولی سوي دي او نه د هغوی دپاره سم خدمات وجود لری.

XS
SM
MD
LG