د لاس رسي وړ اتصالات

یوه ځان مرگه په افغانستان کی یو ماشوم او څلور عسکر وژلي دي


یوه ځان مرگه بم چونکي نن د جمعې په ورځ په خوست کی د افغان پوځ د موټرو په یوه کتار باندی حمله وکړه ، څلور عسکر او یو ماشوم یې وواژه . د افغانستان د اردو یوه نطاق ظاهر عظیمي وایی په دې حمله کی څلور افغان عسکر زخمي شوي هم دي . خبري آژانسونه وایی چی دا چاودنه هغو چاودنو ته ورته ده چی مخکي د یاغي طالبانو له خوا شوي دي .

د افغانستان پخواني جمهوررئیس برهان الدین رباني پرون وویل چی طالبانو سیاسي خبرو او مذاکراتو ته چمتو والی ښوولی دی او دا چي د یاغیانو د حملو د ختمیدو د پاره به هر راز هلي ځلي او کوششونه وسی . رباني وویل چی د مخالفو گوندونو اتحاد ته چی دی یې مشري کوي یو لیک رسیدلی او په هغه کی طالبانو غوښتي دي چی دوی به بین المللي غونډي قبولي کړي او د نجونو د ښووني او روزني سره به مخالفت نه کوي .

XS
SM
MD
LG