د لاس رسي وړ اتصالات

دامریکا نظامی مقامات وائې عسکرو د حملې په وخت کې مناسب اقدام کړی ؤ


دامریکا نظامی مقامات وائې، دامریکا په پلوسمندری عسکرو باندی دنولسو‏(‎١٩ ‏)‎ ملکی افغانانو دوژلو تورلگول شوی په داسی حال کې چې دنظامی مقرراتو سره سم ئې دتیرکال دخرپ اوترپ حملی ته ځواب ویلی وو.

نظامی مقاماتو وویل،پرون دجمعی په ورځ دمرکزی قوماندانی دامریکا دپلی سمندری قطعی قوماندان فیصله وکړه چې دهغو صاحب منصبانو په خلاف دی چې ددوه زره اوم کال دمارچ دمیاشتی په عملیاتوکې ئې لاس لاره،جنائې تورونه ونه لگول شی . مامورانو وویل، ډگر جنرال سامیول هیلینډ پریکړه وکړه چې دغو صاحب منصبانو وروسته له هغې چې دننگرهار په ولایت کې په دوی باندی ډزی وشوی، دوی مناسب اعلان وکړ.

پوځی مقامات وائې، دا یوه پیچلی پیښه وه . یوځانمرگی مخکې لدی نه چې نورافراطیان ډزی پیل کړی او دټوپکو ډزی ونښلی، خپل موټر دامریکا دنظامی کتارسره وجنگاوه . عینی شاهدانو او پولیسانو وویل، امریکائې عسکرو په ملکیانوډزی پیل کړی چې نولس ‏(‎١٩ ‏)‎ تنه پکې ووژل شول او یو شمیرنورزخمیان شول . امریکائې مامورانو وویل، داڅرگنده نده چې دغه ملکیان امریکائې عسکرو وژلی دی یا افراطیانو .

XS
SM
MD
LG