د لاس رسي وړ اتصالات

د بریطانیا د دفاع وزیر، د یوه ناڅاپي سفر په ترڅ کې افغانستان ته تللی دی


د بریطانیا د دفاع وزیر، دیس براون، نن د یوه ناڅاپي سفر په ترڅ کې افغانستان ته تللی او په کابل کې یې د افغانستان د ملي دفاع له وزیر، ستر جنرال عبدالرحیم وردک، سره لیدلي.

پدی لیدنه کې د دواړو هیوادونو د دفاع وزیرانو په یو لړ امنیتي موضوعګانو خبری وکړې او د افغانستان په سویلي ولایتونو کې د ناامنۍ په سر سره وغږېدل.

د بریطانیا د دفاع د وزیر دا اووم رسمي سفر دی چې له افغانستانه یې کوي. د نوموړي هیواد په افغانستان کې خورا زیات شمیر سرتیري لري چې نا امنه ولایت هلمند کې میشت دي.

دا ډول، ځواکونو ویاندو دیوه خبري کنفرانس له لاری د پاکستاني طالبانو دمشر بیت الله مسعود هغه خبری یو ځل بیا د پاکستان له خاورې په افغانستان نیغ تیری وباله چې تیره شپه یې په افغانستان کې د جهاد د دوام په اړه کړی وی.

جنرال ظاهر عظیمي وویل چې دوی د پاکستان له حکومت غواړي تر څو داسې کوم دسولې تړون لاسلیک نه کړي چې په پای کې یې تاوان افغانستان ته رسیږي.

هغه وویل د بیت الله مسعود له خبرو بریښي چې دوی په خپل کور کې سوله کوي او زمونږ کور را ورانوي.

دی خبري کنفرانس کې د ناټو د ملکي استازي ویاند مارک لیتي هم د پاکستان په قبایلي سیمو کې دسولې د تړونونو په اړه وویل چې دوی هڅه کوي د پاکستان له نوي حکومت سره په سیاسي روغې جوړي دا خبری هواری کړي.

هغه وویل چې په هیڅ ډول دی ته ندي تیار چې د کرښې له هاغې غاړې دی د افغانستان لورته کار واخیستل شي. هغه وویل د بیت الله مسعود خبرو په اندیښنه کې اچولي.

همدا ډول د ایساف د ځواکونو ویاند، جنرال کارلیس برانکو، وویل چې تیره اوونۍ یې دعملیاتو له اړخه بوخته لرله.

هغه وویل چې دنوي میلادي کاله له پیله تر اوسه د ایساف څلور څلویښت سرتیري وژل شوي او پدغه کال کې یې د سرتیرو شمیر نېږدی شپږ څلویښت زرو ته رسیدلی.

XS
SM
MD
LG