د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا پریکړه د دوه امریکایی افسرانو  په باب او د افغان چارواکو  غبرگون


افغان چارواکو د شنبې په ورځ د امریکا پدی پریکړې سخت غبرگون ښودلې چې خپل دوه هغه افسران یې بی گناه وبلل چې په دوه زره اوه کال کې په ننگرهار ولایت کې یې په مستۍ کې، څه کم شل ملکي کسان وژلي وو.

د امریکا د پوځ چارواکو د نه سزا ورکولو پریکړه هغه وخت وکړه چې په شمالي کارولینا کې په یوه ځانگړې محکمې کې د جنوری په میاشت کې د دری اونیو زیاتې مودی لپاره روانه وه.

محکمې په خپلو تحقیقاتو کې څرگنده کړه چې د دوه زره اوه کال د مارچ په څلورمه په ننگرهار ولایت کې د امریکایې ځواکونو پر یو کاروان د یو ځان مرگي برید وروسته عسکرو ډزی کړي او د څه کم شلو ملکی افغانانو د وژلو سبب گرځیدلي.

په دی اړه په ولسي جرگه کې د ننگرهار ولایت استازي، غلام فاروق میړني د امریکایې محکمې له لوری د تورنو کسانو عفوه کیدل غندلي دي: "دغه تورن کسان بی لدی چې د وژنې له امله کومه سزا ورکړل شي خوشی شوي دي، د لسگونو ملکي کسانو د وژل کیدو وروسته موږ دا ډول عمل غندو، که دوی په خپل هیواد کې بی گناه گڼل کیږي دا سم کار ندی.‏" ‎

د عیني محاسبې له مخی، د افغانستان د بشري حقوقو خپلواک کمیسیون دا نتیجه اخستی چې سمندري ځواکونو په بی پروا توگه د لسو میلو په فاصلی سرک په شپږو مختلفو ځایونو کې په موټرو او لارویو ‏( ‎پیاده خلکو‏)‎ ډزی کړي.

په هر صورت، په وسله وال پوځ کې د یوی خاصې قوی مشر جنرال سامیول هیلند دا پریکړه وکړه چې د یو سلو شل کسیزه ځانگړي ځواک قوماندان جگړن فرید سي، گالوین بی گناه اعلان کړي.

جنرال هیلند تصمیم ونیو چې په کاروان کې میشتو ځواکونو د ضرورت له مخې او د تکتیکي او تخنیکي حالاتو په نظر کی نیولو سره او په سیمه کې د روان حالت مطابق او د یو مغلقه برید په مقابل کې د مسولیت له مخی دا عمل ترسره کړی دی.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو دفتر هم دا عمل غندلی دی.

ددغه دفتر ویاند حلیم صدیق وایې:" په ننگرهار ولایت کې تیر کال په دی پیښه کې ډیر کسان ووژل شوو او ډیر شمیر ټپیان شوو. موږ پدی ډیر خواشینې یوو چې د دا ډول ملکي وژنې په اړه پوښتنه نه کیږي." ‎

ښاغلي صدیق زیاته کړه چې ملگری ملتونو تل دا ویلي چې که چیرته پوښتنه او شفافیت د جگړې په ټولو خواو کې موجود وي نو موږ کولای شوو د خلکو ملاتړ او اعتبار لاسته راوړو.

د سمندري ځواکونو یو ویاند د جمعی په ورځ وویل چې د محکمې لخوا د پریکړې دغه دولس زره مخیز رپوټ به په عامه توگه خپور نشي.

XS
SM
MD
LG