د لاس رسي وړ اتصالات

په چېن کې د اوبو اوېا بندونه، جړۍ بارانونو د نړېدلو له خطر سره مخامخ کړي دي


د چېن چارواکى خبردارى ورکوى چې نېژدى اوېا داوبو بندونه چې، وېجاړوونکې زلزلې کمزوري کړېدى، د نړېدلو له خطر سره مخامخ دى.

په داسى حآل کې چې د هواد څرنگوالى ادارو د خپل اټکل له مخى د زلزلې په ورانو وېجاړو سېمو کې چې د سېچوان په اېالت کې دى دنور سخت باران د کېدلو خبردارى خپور کړېدى.

د اوبو د منابعو وزارت نن د ېکشنبى په ورځ په خپل خبرلېک کې ووېل چې ٦٩ بندونه د سېچوان په اېالت کې د نړېدلو له خطر سره مخامخ دى.

نن د ېکشنبى په ورځ دوخته ددغه اېالت د هواپېژندنى ادارې خبردارى ورکړې سخت بارانونه را روان دى.

همدا نن شپه او ددوشنبى په ورځ ېې د ډېر درانه او شړکنده باران اټکل کړېدى. رپوټ وايى دا شړکنده بارانونه ددى سبب هم کېدلى سى چې خټى پېدا کړي او زمکه وښوېږي.

دا ټول د ژغورنى په کارونوکې د خنډ او ځنډ سبب کېدلى سى. دغه زلزله چې د مې په دولسمه نېټه باندى شوې وه، له هما غه وخت راهېسى ېې د سرکارى شمېرنى له مخى د مړو شمېر ٦٢ زرو او ٦٦۴ ته رسېدلى دى.

په همدى زلزله کې ٢٣ زره او ٧٧٥ کسان لادرکه دى. د چېن صدر اعظم وېن جېا باو د شنبى په ورځ ووېل د زلزله ځپلو د مړېنى شمېر اتېا زرو ته رسېدلى شى.

رپوټ وايي چې له اولى زلزلى نه چې د زلزله سنج له مخى قوت اوه اعشارېه نهه سنجول شوى، تر اوسه پورې د زلزلې ډېر زورور ټکانونه احساس شوېدى.

د امرېکا د لزلزله سنجولو ملى جفرافېايى سروې ووېل چې نن هم د زلزلې ېو ټکان چې قوت او شدت ېې پنځه اعشارېه اته سنجول شوى دى، د سېچوان اېالت لړزولى دى.

د چېن خبري اژانسونه وايي چې د اصلى زلزلى نه وروسته ټکانونو لږ تر لږه ېوسړى په سېچوان کې وژلى دى او ٢٦٠ کسان ېې زخمى کړېدى.

د چېن د حکومت د وېنا له مخى، د نن ورځى سخت ټکان اوېا زره کورونه زېانمن کړېدى.

XS
SM
MD
LG