د لاس رسي وړ اتصالات

پرویز کامبخش د محکمې نه وغوښتل چی ده ته یوه اونی نور مهلت ورکړي


پرویز کامبخش، د خپلې روغتیایی وضعې له کبله د خپلی قضایی دریمی جلسی په پیل کی د محکمې نه وغوښتل چی ده ته یوه اونی نور مهلت ورکړي.

د کابل ولایت د استیناف محکمې د هغه دا خواست ومنلو. پرویز کامبخش تیره اونی د قضآیی جلسې په اخر کی پرهغه باندی لگول شوي تورونه چی د اسلام د دین په خلاف د مطالبو د خپرولو په اړه پې لگول شوی و، بی اساسه وبلل.

تیره اونی کامبخش ته د دفاعی چارو د بشپړولو او د خپل وکیل د تعیین دپاره یوه اونې مهلت ورکړی و.

پرویز کامبخش اسلام ته د سپکاوی په تور اوه میاشتی مخکی نیول شوی و او د بلخ د ابتداییه محکمی له خوا پی د اعدام سزا هم ور اورول شوی وه چی پر ضد یی د ژورنالستانو ټولنو څو څو ځلی په اعتراضؤنو هم لاس پوری کړ.

XS
SM
MD
LG