د لاس رسي وړ اتصالات

د قطر تړون او د لبنان نوي جمهور رئیس


وروسته له ډېره ځنده د لبنان حکومت او مخالف گوندونه د قطر د تړون له مخې په دې سره سلا شول چې د هیواد لپاره نن نوی جمهور رئیس وټاکي.

د نوي جمهور رئیس د ټاکنې په مراسمو کې د گډون لپاره بهرني پلاوي بېروت ته ورسېدل. د هغه تړون له مخې چې څو ورځې له مخه په قطر کې لاسلیک شو او د لبنان اوږد سیاسي کړکېچ ته یې د پای ټکی کښېښود، نن د دغه هیواد پارلمان مشل سلیمان د نوي جمهور رئیس په توگه د ټاکلو لپاره سره غونډیږي.

د لبنان د باندنیو چارو وتونکي وزیر فوزي سالوخ د سویس استازي، ډیډیر فرتر، د اومان د باندنیو چارو وزیر، یوسف بن علوي او د بحرین د باندنیو چارو وزیر خالد بن احمد الخلیفه ته لبنان په رسېدو ښه راغلاست و وایو.

په دې دوران کې بیا د لبنان د دفاع وزارت د وسلوال پوځ تلونکي مشر ته په یوه جوړه شوې غونډه کې، چې یو شمېر جگپوړو پوځي چارواکو گډون پکې درلود، خدای پامانی و وایو.

لوی درستېز شوکي المصري د موقتې مودې لپاره د لبنان د پوځ د مشرتابه دندې په غاړه واخیستې.

د دوها قطر تړون د عرب لیگ یو ستره بریا بلل کیږي. د اروپايي اتحاد د باندنیو چارو مشر، هاوییر سولانا هم په دې هکله خپله خوښي څرگنده کړه.

سولانا ‏وویل: "‎په دې مهم وخت کې زه د لبنان ټولو خلکو ته نیکې هیلې څرگنده وم. او څومره چې زمونږ وس وي هغو مره به له تاسو سره مرسته وکړو."

حزب الله او د لبنان حکومت چې د لودیځ ملاتړ لري د قطر د ټرون له مخې د ملي یو والي د حکومت په جوړه ولو سره سلا شول، نن شپږ میاشتې وروسته له هغه چې پخوانی جمهور رئیس له دندې لري شو، پارلمان نوی جمهور رئیس ټاکي.

د بېروت په ښار کې نن د ژوند سا را گرځېدلې وه، ریستورانونه، او دوکانونه وروسته له یونیم کال یووار بیا پرانیستل شوي و.

XS
SM
MD
LG