د اسرائیلو مقامات وايي، د دفاع وزارت یو لوړ رتبه چارواکی، مصر ته په دې نیت سفر کړی چې د اسرائیلو او د حماس د افراطي ډلې تر منځ د یو پیشنهاد شوي اوربند په هکله خبري وکړي.
دغو مقاماتو وویل، ټاکل شوې ده چې د اسرائیلو د دفاع وزارت مرستیال، (امس گیلاد)، نن د یکشنبې په ورځ په قاهره کې د مصر د استخباراتو له رئیس عمر سلیمان سره وگوري.
مصر د اسرائیلو او حماس تر منځ د سولې د خبرو منځگړی دی، ځکه چې اسرائیل له حماس سره مستقیمې خبرې نه کوي.