د ناتو او افغان مقامات وائی یوه ځان مرگی د افغانستان په جنوب کی د ناتو کاروان ته څیرمه ځان په بم والوزاوه او له ځان سره ئې لږ ترلږه یو ملکی کس وواژه او د ناتو دری تنه عسکر ئی ټپیان کړل.
مقامات وائی یوی بم غورځونکی الوتکی نن د یکشنبی په ورځ د کندهار په ولایت کی هغه وخت یوکوچنی افغان هلک زخمی کړ چی بم ئی وغورځاوه.
همدارنگه د امریکا په مشری ایتلافی قواوی وائی د ایتلاف یو عسکرنن دفراه ولایت په عملیاتو کی وژل شوی دی.
ایتلاف د نوموړی پیښی په هکله نور معلومات ندی ورکړی. ناتو او د امریکا په مشری ایتلافی قواوی له ٢٠٠١میلادی کال راهیسی کله چی دطالبانوافراطی رژیم په افغانستان کی راوپرځول شو د افغانستان له عسکرو سره د افراطیانو په ځپلو کی مرسته کوی.