د لاس رسي وړ اتصالات

په اسرائیل کی پولیسو په یوه اسرائیلی و الاصله ایرانی باندی تور لگولی دی


په اسرائیلو کی پولیسو په یوه اسرائیلی والاصله ایرانی باندی دا تور لگولی چی ایران ته ئی د اسرائیلو دفاعی معلومات ورکول.

د مطبوعاتو رپوټونه وائی گمان کیږی چی دغه سړی په استانبول کی د ایران د استخباراتو له یوه جاسوس سره ارتباط لاره او هغه ته ئی د هغه اشخاصو نومونه ورکول چی د اسرائیلو په استخباراتو او امنیتی ادارو کی کار کوی.

د پولیسو مقامات وائی دا مشکوک سړی ددی میاشتی په لمړیو کی و نیول شو او نن د یکشنبی په ورځ په رسمی ډول په تل ابیب کی تورن وپیږندل شو.

د مشکوک د هویت په باره کی معلومات ندی ورکړل شوی.

XS
SM
MD
LG