د لاس رسي وړ اتصالات

د وریجو بیه چې د نړۍ د نیمایي نفوس خواړه جوړوي، درې چنده شوی ده


د تایلند د سپینو وریجو ثابت قیمت اوس د ریکارد سطحې ته لوړ شوی چې یو میتریک یې یو زر او اته دیرش ډالرو ته ختلی دی.

مخکې له دې چې نوی فصل واخیستل شي، د برما توفان د وریجو نړیوال بازار ولړزاوه. همدا اوس د خوراکي موادو لوړو بیو په لویدیځه افریقا، مصر او هیټي کې بلواگانې او اعتصابونه رامنځ ته کړل.

ملگري ملتونه وایي په تیر کال کې په عمومي توگه د خوراکي موادو بیې په سلو کې شپږ اویا لوړې شوی دي، خو د وریجو بیې په سلو کې درې سوو ته لوړې شوی دي.

په دې خاطر چې په نړیواله کچه د بیو لوړوالی دوی بې ثباته نه کړي، هند، ویتنام، چین او همدا شان څو نورو هیوادونو د وریجو صادرات کم کړي تر څو داخلي اړتیاوی پوره کړي.

دا خبره د امریکا د کرهڼې وزرات مامور نتان چیلډ وکړه، او زیاته یې کړه چې: "که چیرې دغه بندیزونه لیری شوي وای او وریجې په کورني بازار کې موجودې وای، نو د بیو د وروستني لوړوالي د اثراتو مخنیوی به تر ډیره حده شوی وای." ‎

چیلډ په دې باور دی چې که پر صادراتو باندې بندیزونه لیری شي نو بیې به راټیټې شي. خو هغه زیاته کړه: "د نورو اجناسو په څیر وریجې په اوسني وخت کې په سترو بازارونو کې دي. ښایي دوه عاملو به هغه په شا تمبولي وي. د پراخې تقاضا په وجه د عاید لوړوالی او د سونگ موادو ډیرې لوړې بیې.‏"

‎په کنایه ویل کیږي په نړیواله کچه د وریجو تولید د ریکارد سطحې ته لوړ شوی، خو د نړۍ د وریجو تدارکات راټیټ شوي دي.

د امریکا د کرهڼی وزارت د وریجو او اجناسو کارپوه اندریو هارونسن وایي: "اسهامو په تیرو څو کالو کې وده کړې. خو اوس هم په ناارامه سطحه کې دي."

د نړۍ د وریجو د تولیداتو په سلو کې درې نوي په هغو ځایو او شاو خوا سیمو کې مصرفیږي چیرته چې هغه تولیدیږي او هیڅکله هم نړیوال مارکیټ ته نه راځي: "د ٢٠٠٩ کال لپاره د وریجو نړیوال تجارت د ٢٧ میلونو ټنو په شاوخوا کې دی. که یو کال دمخه، ٢٠٠٧ ته وگورو، دغه تجارت دیرش میلونه ټنه و. نو پر صادراتو باندې بندیزونه تجارت نیمگړی کړی دی.‏" ‎

د ملگرو ملتونو د خوراکي موادو او کرهڼې سازمان وایي پر صادراتو باندې بندیزونه، د ریکارډ په کچه د تیلو لوړې بیې، او لوړه تقاضا، ددې معنی لري چې د وریجو بیه به ښایي همداسې لوړه پاتې شي.

XS
SM
MD
LG