د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو پاکستان دېته هڅوى چې له افراطېانو سره تړون ونکړى


ناټو پاکستان دېته هڅوى چې له هغو افراطېانو سره تړون لاسلېک نکړى چې په گاونډي افغانستان کې عسکر و ته خطر پېښوى.

د ناټو ېوه نطاق مارک لېټي په کابل کې دېکشنبى په ورځ خبرېالانو ته ووېل چې پاکستان ېو مستقل هېواد دى او دا حق لرى چې تړونونه لاسلېک کړي.

خو هغه ووېل چې دغه تړونونه پکار ده چې ددى سبب نشى چې په گاونډي افغانستان کې د مرگ ژوبلى د زېاتوالى سبب سى.

د ناټو نطآق ووېل چې هغه په ختېځ افغانستان کې د فعالېتونو زېاتوالى لېدلى دى او ددى سبب دا کېدلى شى چې په سرحدى سېمو کې د پاکستان د پوځ په فعالېتونو کې کموالى راغلى دى.

د پاکستان چارواکېو او افراطېانو داسى تړون لاسلېک کړېدى چې د پاکستان په شمال لوېدېځه قبېلوى سېمه کې به ناکرارى بنده کړى.

خو دطالبانو ېو عالېرتبه قوماندان وايي چې د پاکستان له حکومت سره تړون به دده جهاد ته په افغانستان کې تاوان ونه رسوى.

د افغانستان ددفاع وزارت نطاق جنرال محمد ظاهر عظېمى دېکشنبى په ورځ ووېل پکارده چې دپاکستان خاوره ددى لپاره استعمال نشى چې په افغانستان کې بېگناه خلک ووژل شى.

هغه ووېل چې مخکېنېو تړونو افراطېانو ته دا فرصت برابر کړېدى چې دافغانستان او پاکستان د حکومتونو خلاف دنوو عملېاتو لپاره ځانونه چمتو کاندى.

XS
SM
MD
LG