د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان: د سرک د غاړي د بم چاودنو ملکي خلک وژلي دی


افغان چارواکي وايي، د سرک د غاړي دوو جلا د بم چاودنو په افغانستان کې اته ملکي خلک او څلور پولیس وژلي دي.

چارواکي وايي، ملکي کسان په یوه بس کې د فراه د دلارام له ولسوالۍ څخه تیریدل چې موټر یې په بم وربرابر شو.

د فراه ولایت چې له ایران سره سرحد لري، اکثره وخت د هغو افراطیانو د حملو هدف گرځي چې له افغان امنيتي قواوو او د هغوی د بهرنيو ملاتړو سره په جگړه بوخت دي.

چارواکي وايي، د لوگر په ولای کې هم د پولیسو یو موټر د سرک د غاړې په یوه بم وربرابر شوی او څلور پولیس وژل شوي دي.

له بل پلوه، په لوگر ولایت کې په سلگونو مظاهره کوونکو وروسته له هغه سرک د موټرو پر مخ وتاړه چې بهرنیو عسکرو د شپې لخوا په یوې حملې کې یو دیني ښوونکی وواژه.

په جنوبي ولایت هلمند کې بیا د امریکا په مشرئ قواوې وايي، د گرمسیر په ولسوالۍ کې یې د وسلو د قاچاق د مخنیوي لپاره په روانو عملیاتو کې یې څو تنه افراطیان وژلي دي.

له هغه راهیسې چې په ٢٠٠١ کې ایتلافي قواوو په افغانستان کې د طالبانو واک راوپرزاوه، په لسگونو زره بهرني عسکر په هغه ملک کې له افراطیانو سره په جگړه بوخت دي او د افغانستان د بیارغاونې له بهیر سره مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG