د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: په باجوړ کی دبم په چاودنه کی لا اقل شپږ طالبان ووژل شول


د پاکستان په شمال لوېدېز قباېلی سېمه باجوړ کی نن دبم په چاودنه کی لا اقل شپږ طالبان ووژل شول.

دپاکستان د حکومت ماموران او دطالبان واېې چه دا چاودنه دافغانستان سرحد سره نږدی هغه وخت وشوه چه دطالبانو په موټر کی سفر کاوه او په تصادفی ډول ېې دگاړی دننه لاسی بم خلاص شو.

د گرېنډ د خلاصېدلو سره سم په موټر کی نور چاودېدونکي مواد هم خلاص شوو. مگر د سېمی د شاوخوا اوسېدونکو ددی چاودنی مسوولېت د امرېکاېې قواو په غاړه واچوه. اوسېدونکو واېې چه د طالبانو موټر د امرېکاېې قواو له خوا د ېوه توغندی د فاېر کولو له امله اور واخېست، ځکه چه هلته ددی چاودنی نه مخکی دخلکو په وېنا ېوه بی پېلوټه اوتکه گرځېدله.

په دغه سېمه باندی مخکی هم څو واری د امرېکا ېې قواو له خوا توغندي وار شوی ؤ.

XS
SM
MD
LG