د لاس رسي وړ اتصالات

خامنه یی: اسرائیل د قوت موندلو په حال کې دی، خو د فلسطینیانو سره د مقابلې توان نلري


د سه شنبې په ورځ د ایران دولتي تلویزیون په تهران کې د هغه هیواد د مذهبي مشر، ایت الله علي خامنه یی او په سوریه کې میشت د حماس ډلې د مشر، خالد مشعل، ترمنځ د ملاقات عکسونه خپاره کړل.

د ایران د اسلامي جمهوریت تلویزیون نطاق په بیا ځلي دا خبر وویل چې علي خامنه یې مشعل ته په خپله لیدنه کې د اسرائیل په اړه و ویل چې دا لمړې ځل دی اسرائیل مغلوبیدونکی نه ښکاري او د قوت موندلو په حال کې دی، خو د فلسطینیانو سره د مقابلې توان نلري.

د تلویزیون د رپوټ له مخې، خامنه یې څو ځلي د اسرائیل لخوا د غزی د تړانگې د محاصرې په اړه خواشینې څرگنده کړه او وی ویل چې دا یوه بشري تباهي ده او د حماس ستاینه یې وکړه چې وکړی شي خپله سیمه په خپل واک کې راوړي.

XS
SM
MD
LG