د لاس رسي وړ اتصالات

جورج بوش جان مککین ته "خپل شخصي پیسی ټولوي"


د امریکا د جمهوري ریاست لپاره د جمهوري غوښتونکي گوند کاندید، جان مکین، پرون د زروي وسلو د نه خپرېدو په هکله د امریکا د تېرو حکومتونو په تگلارې انتقاد وکړ او له خپل لوري یې د زروي وسلو د کموالي او نه خپرېدو لپاره یوه په دلیل ولاړه تگلاره څرگنده کړه.

د اریزونا ایالت څخه دغه سناتور چې ترهگرو لاس ته د زوري موادو لوېدل امریکا ته ترټولو لوی خطر بولي، یوه مینځروې تگلاره غوره کړه چې د زروي کړکېچ مخنیوی به وکړي.

خو په ډینور پوهنتون کې د جگړې ضد احتجاج کونکو د هغه د وینا په مینځ کې څو ځلې چیغې ووهلې.

مکین چې کله د چېغو څخه تنگ شو نو د عراق څخه یې د پوځونو د نه را ایتسلو په هکله د خپل دریځ نوره هم کلکه دفاع وکړه.

له بلې خوا دموکرات سناتور بارک اباما پر جورج بوش انتقاد کړی چې جان مککین ته شخصي پیسی ټولوي.

XS
SM
MD
LG