د لاس رسي وړ اتصالات

یوه ځان مرگه بم چونکي درې افغانان وژلي دي


افغان چارواکي وایی چی یوه ځان مرگه بم چونکي درې تنه په کابل کی وژلي دي او په عین حال کی د افغانستان په جنوب لویدیځ کی د یاغي طالبانو سره د افغان او ناتو د قواو جگړو زور اخیستی دی.

پولیسو په کابل کی وویل چی بم چونکي خپل بم د ائتلافي قواو د موټرو کتار ته هغه وخت وچاوه چی دغه موټر د ښار په یوه واټ باندی روان و.

په دې چاودنه کی درې لارویان چی یو ماشوم هم په کی شامل و، مړه شوي دي. د ائتلاف یوه نطاق امریکایی ډگرمن ډېف جانسن وویل چی په عسکرو کی یې هیچا ته تاوان نه دی رسیدلی.

او د فراه د ولایت پولیس وایی چی افغان او د ناتو قواو یاغی طالبانو ته زیات تلفات رسولي دي. پولیسو وویل چی افغان عسکرو طالبان هغه وخت محاصره کړل چی هغوی د بالابلوک په ولسوالي کی را غونډ سوي وو.

او وروسته د ناتو قواو د هوایي حملې امر ورکړ. په دې حمله کی ٣٠ طالبان ووژل سول او په حکومتي قواو کی دوه عسکر او یو پولیس وژل سوی دی.

XS
SM
MD
LG