د لاس رسي وړ اتصالات

ېوه ځان وژونکي په عراق کې ١٩ تنه ووژل


د عراق چارواکى واېې د ځان وژنې په دوو چاودونو کې نولس تنه وژل شوېدى.

د عراق چارواکى وايي ېوه ځان وژونکي د پولېس د تقرر په دفتر کې خپل ځان په بم والوزاوه. شپاړس کسه ېې مړه کړل او څوارلس ېې زخمى کړل.

د پولېسو او روغتون چارواکى وايي چې د سېنجر په شمال لوېدېځ ښار کې د پولېسو له خوانه په نوېو مقررشو و کسانو کى څوارلس تنه مړه شول اوپه پولېسو کې دوه تنه مړه شول.

ېو څو ساعته مخکى ېوه ځان وژونکى په موصل کې خپل موټر بم د عراق د امنېتى قواو په ډله ور وست. د ځان وژونکى په شمول دوه پولېسان ووژل شول او نهه تنه ېې زخمى کړل.

همدارنگه د عراق په شمال لوېدېره برخه کې دامرېکا قواو په موصل کې دالقاعده ١١ تنه افراطېان ووژل. د امرېکا نظامى نطاق جگړن جان هال وايي گومان کېږى چې په نېول شوو کې ېو تن په عراق کې د القاعده ېو مهم مشر دى.

د چارشنبى په ورځ د امرېکا پوځ ووېل دوى په بغداد کې لس تنه شېعه ېاغېان ووژل. پوځ وايي چې دغه افراطېان په داسى حال کې ولېدل شول چې د سړک د غاړى ېو بم ېې ښخاوه او دنورو افرآطى فعالېتونو د کولو هڅه ېې کوله.

د امرېکا پوځ وايي دا افراطېان دېوې خاصى ډلې غړى ول. د امرېکا پوځ دا اصطلاح هغو شېعه افرآطېانو ته استعمالوى چې په اېران کې روزل شوى وي.

خو اېران تل دا تور ردوى چې دوى گوندى عراقى ېاغېان تربېه کوى.

XS
SM
MD
LG