د لاس رسي وړ اتصالات

دسی آی اې رئیس وایی چی امریکا پر القاعدې زوروره سوې ده


د سي آی اې رئیس مایکل هېډن وایی چی القاعده په منځنی ختیځ کی خپل زور او نفوذ له لاسه ورکوی او د نړۍ په نورو سیمو کی هم په دفاعي حال کی ده . هغه د واشنگټن پوسټ ورځپاڼي ته وویل چی د القاعدې مشر اسامه بن لادن نور هغه قابلیت بایللی دی چی په عراق کی د امریکا په مشري جگړې نه په خپله گټه کار واخلی او نوي خلک په خپله تروریستي شبکه کی استخدام کړی .

دوه کاله مخکي د سي آی اې په یوه سروې کی ښودل شوي و چی دا جگړه ددغی تروریستي ډلي د پاره د تبلیغ ډیره ښه وسیله ده چی د هغې له لاري خپل اهداف تر سره کړی . هېډن خبر داری ورکړ چی القاعده لا یو جدی خطر دی مگر هغه وویل چی دغي ډلي په عراق او سعودي عربستان کی تقریبا ستراتیژیکي ماته کړې ده . هغه وویل چی اسلامي نړۍ ددغي ترویستي ډلي د تندروه اسلامي نظر سره موافقه نه لری او هغه یې رد کړی دی .

د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې رئیس دا هم وویل چی امریکا د افغانستان او پا کستان تر منځ په سرحدي سیمو کی د القاعدې د تروریستانو د پټیدو د ځایونو په معلومولو او د هغوی په تعقیبولو کی بریالۍ سوې ده .

XS
SM
MD
LG