د لاس رسي وړ اتصالات

کابل - په چاودنه کي ملکي کسان ټپي شوی دي


د افغانستان د دفاع وزارت وایی چی په کابل کی د ریموټ کنترول په واسطه یو بم هغه وخت وچاودید چی د افغان عسکرو د سپرلی بس موټر تیریده، په دی چاودنه کی یوه ښځه ووژل شوه.

د دی وزارت له قوله دغه چاودنه چی نن سهار وشوه، دری عسکر او دوه ملکی کسان پکی زخمی شوی دی.

دا لا معلومه نه ده چی دا حمله چا کړیده.

بل پلو د شنبی په ورځ په جلال آباد کی د آیساف په قواوو د موټر بم یوه چاودنه وشوه، دوه عسکر یی ووژل او څلور یی زخمی کړل.

په همدی ورځ یوه محلی قوماندان سید آغا صاحب وویل چی د کندهار په ولایت کی د افغان او خارجی قواوو په عملیاتو کی لږ تر لږه شپاړس طالبان په شمول د یوه قوماندان وژل شوی دی.

XS
SM
MD
LG