د لاس رسي وړ اتصالات

سروې گانی دا ښیي چې خلک د دموکراسي د اساساتو  پلوي کوي


یوه امریکایي تحقیقاتي ډله وايي په نولس هیوادونو کې د سروې گانو پایلې دا ښیي چې خلک د دموکراسي د اساساتو پلوي کوي.

د نړی د عمومي افکارو د راټولولو دې ادارې دغه سروې د نړی په ترټولو ډیر نفوس لرونکو هیوادونو کې کړې ده.

د ٢٠٠۴ کال کې د اوکراین نارنجي اننقلاب د خلکو داسي غورځنگ وو چې د انتخاباتو پایلې ونه منلې او حکومت یې د دویم ځل له پاره د انتخاباتو ترسره کولو ته اړ کړ.

او اوس د اوکراین او اتلسو نورو هیوادونو ډیری خلک په دې نظر دي چې د حکومت د حاکمیت اساس باید د خلک خوښه وي.

د دموکراسي ددې اساس تر ټولو قوي ملاتړ په لویدیځو هیوداونو کې نه بلکې هغه هیوادونو چې تر ټولو ډیره فیصدي خلک یې په دې نظر ول، هغه اوکراین، نایجیریا، ترکیه او اندونیزیا دي.

ستیون سکل د نړی د عامه افکارو هغې ادارې رئیس دیچې د اوولس زره خلکو نظرونه راټول کړې دي.

هغه وایی: ”په دې ټولو عهیوداونو کې واضحه اکثریت خلک د حکومت د انتخاب لپاره د ټولټاکنو ملاتړ کوي. اوسطً ٨۴ فیصده خلک د انتخاباتو ملاتړ کوي."

بلخوا په دې سروې کې راغلي چې د اوولسو هیوادونو خلکو ویل چې حکومتونه د خلکو غوښتنو ته سم ځواب نه وایي په دې نولسو هیوادونو کې تر ټولو ډیر د مصر او نایجیریا خلک د خپلو حکومتونو نه ناراضي ول. خو بیا هم ٨۴ فیصده مصریان وایي چې په خپل حکومت باور لري او دا شمیره تر بل هرې ډله ډیره ده.

پر حکومت باندي د باور په لړ کې د چین، روسیې او فلسطین حکومتونه هم ښه بلل شوي دي. خو په لویدیځو دموکراتیکو هیوداونو کې خلک پر خپلو حکومتونو ډیر کم باور لري.

د کارنیگي د سولې د بنیاد کارپوه تامس کیروترز د دموکراسي په اړه د اتو کتابونه لیکوال دی. دی دا خبرې ته متوجه دی چې په استبدادي حکومتونو باندي خلک ولي ډیر باور لري.

تامس کیروترز وایی: ”ایا ددې علت دا دی چې خلک د خپلې خوښې د خبرو د کولو اجازه نه لري. ایا د زورواکان د خلکو سره یو ډول پدرانه اړیکي پیدا کوي چې له امله یې باور رامنځته کیږي. ایا پر حکومت باور کول ښه کار دی او که دا به ښه کار وي چې خلک پر حکومت شک وکړې."

په اتلسو کې د پنځلسو هیوادونو اکثریت باور لري چې هیوادونو یې د یو څو قوي خلکو او ډلو له خوا د هغوی د ځان په گټه اداره کیږي.

یوازي په چین او مصر کې خلک وایي چې حکومتونه یې د خلکو د گټې له پاره کار کوي. په دې ټولو هیوادونو کې چې دا سروې په کې شوي، اکثریت خلک وایي حکومتونه یې باید د خلکو نظر پوښتنو ته توجه وکړې.

XS
SM
MD
LG