د لاس رسي وړ اتصالات

د برما حکومت د نرگس د توپان په مقابل کې له خپلو اقداماتو نه دفاع کوى


د برما نظامى حکومت له خپلو هغو کارونو اواقداماتونه دفاع کوى چې د نرگس په نامه توپان نه وروسته ېې دخپلو خلکو لپاره کړېدى.

په دغه توپان کې د ١٣۴ زرو په شاوخواکې خلک ېا لادرکه او ېا مړه شول. د دفاع وزارت مرستېال تورن جنرال آېې مېنټ نن په سنگاپور کې ووېل چې دده حکومت د توپان نه مخکى خبردارى خپاره کړى ول.

د نرگس توپان تېره مېاشت د اېراوادي سېمه سخته وځپله. هغه ووېل چې دده حکومت ددغه مصېبت په مقابل کې په چټکى سره اقدامات کړېدى او هغه ټولى خارجى مرستى ېې منلى دى چې بلا قېداو شرط وې.

رپوټ وايي چې له توپان نه وروسته برما ډېرې محدودى مرستى قبولى کړېدى. تردې مخکى د امریکا د دفاع وزیر رابرت گیتس ویلی وو چی برما د طوفان ځپلو لپاره د مرستی رسولو په چارو کی د بی غوری کولو له امله یو جنایت کړی دی.

ښاغلی گیتس نن له هغه وروسته چی په سینگاپور کی یی په یوی امنیتی غونډی کی د برخی اخیستو ورورسته بنکاک ته د تگ په وخت کی خبریالانو ته وویل که چیری د برما پوځی حکومت په خارجی مرستو لگول شوی بندیزونه لیری نه کړی ،نو د دی احتمال شته چی د برما په طوفان ځپلو سیمو کی به نور خلک هم ومري.

ښاغلی گیتس مخکی یی ویلی و چی په نړیوالو مرستو باندی د برما د حکومت د لگول شوو بندیزونو له کبله په لس گونوزره خلک مړه شوي دی.

اوس وایی چی امریکا به ژر په دی هکله پریکړه وکړی چی خپلی څلور کښتتی به د برما د ساحل نه چی د مرستی لپاره چمتو ولاړی وی راوباسی.

XS
SM
MD
LG