د لاس رسي وړ اتصالات

اېران د فارس خبرى اژانس په موقتى ډول بند کړ


د اېران چارواکېو په موقتى ډول د ېوې مشهورې نېمه دولتى خبرى ادارې د بندولو امر کړېدى. په دغه خبرى اداره باندى داتور لگېدلى دى چې د اېران دمرکزى بانک د رئېس د امکانى برطرفى به باب ېې درواغ وېلى دى.

د فارس محآفظه کار خبرى اژانس نن ددوشنبى په ورځ له غرمى نه وروسته د مقالو لېکل له هغه نه وروسته بند کړل چې دمطبوعاتو د څارنى ادارى ورته امر وکړ.

د فارس خبرى اژانس د ېکشنبى په ورځ ېو رپوټ خپور کړى و چې داېران دمرکزى بانک رئېس طهماسب مظاهري لېرى شوېدى او ځاى ېې دهغه مرستېال پروېز داودي نېولى دى.

چارواکېو وروسته داخبره رد کړه او فارس دغه تردېد هم خپور کړ. داېران مطبوعاتو د مظاهرى د برطرفى په باب له هغه و خت راهېسى اټکلونه کول دا رپوټ خپور شو چې دى داېران د جمهور رئېس آحمدى نژاد سره د پېسو دپالېسۍ او مالى تورم د اندازې په باب چې پنځه وېشت فېصدو ته نېژدى دى؛ اختلاف نظر لرى.

د فارس د خبرى اژانس مسوول مدېر عباس توانگر نن ددوشنبى په ورځ ووېل چې دده خبرى اژانس ته نن امروسو چې خپل فعالېتونه ددرى ورځو لپاره بند کړي.

د اېران سرکارى خبرى اژانس اېرنا ووېل چې فارس ددى لپاره له تعوېق سره مخامخ دى چې په رپوټ کې درواغ موجود و او عامه نظم ته ېې تاوان رسولى دى.

XS
SM
MD
LG