د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي قواوو په عراق کې د القاعده دوه مشکوک بم چوونکي نیولي


د امرېکا پوځ واېې په عراق کې ېې دالقاعده په گومان دوه بم چوونکى او دهغوى پنځه تنه نور ملگرى د بغداد په شمال کې په ېو څو چپاوونو کې نېولى دى.

د نن ورځې په ېوه خبر لېک کې وېل شوېدى چې هغه کسان چې د بم چونو گومان پرې کېږى د موصل په ښار کې نېول شوېدى.

داسى گومان کېږى چې هغوى د عراق د پولېسو خلاف بمونه چول. په خبر لیک کې ویل شوي چې څو نور بم چوونکي په تیکریت کې نیول شوي دي.

پوځ همدارنگه وايي، د بغداد جنوب لور ته د کوت په سیمه کې یې د یوې بلې حملې په ترڅ کې د شعیه ملیشو یو مشکوک قومندان او د هغه پنځه ملگري نیولي دي.

خبر لیک وايي، چې دغه مشکوک کس عراقیان وژلي او پر ایتلافي قواوو یې هم حملې کړي دي. امریکا وايي، ایران ددغو شعیه ملیشو تر شا ولاړ دی.

XS
SM
MD
LG