د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیلو د صدر اعظم مرستیال ویلي سوریه د سولې خبرو ته آماده نه ده


د اسرائیلو د صدراعظم مرستیال شاول موفاز وايي، دی له سوریې سره د سولې په خبرو کې ددې طرفدار نه دی چې د گولان څوکې پریږدي.

فوفاز ویلي، سوریه د سوله خبرو ته آماده نه ده. هغه ویلي، دمشق له تروریزم سره ډیر اخته دی. دا په لبنان کې د حزب الله او په فلسطین کې د حمسا او اسلامي جهاد په څیر له ډلو نه د سوریې ملاتړ ته یوه اشاره ده.

موفاز ویلي، کې اسرائیل د گولان څوکې پریږدي، نو ایران به دغه ځای ونیسي ځکه چې سوریه له تهران سره قوي اړیکې لري.

له دې وړاندې د سوریې جمهور رئیس بشار الاسد ويلي و اسرائیل باید د گولان څوکې چې په ١٩٦٧ کې یې د عربو او اسرائیلو تر منځ د جگړې پر وخت نیولې وې، ټولې بیرته سوریې ته وسپاري.

د بشارالاسد دغه خبرې نن په متحده عربي اماراتو کې یوې ورځپاڼې چاپ کړي دي. دغې ورځپاڼې له ښاغلي اسد سره پرون مرکه کړې وه.

سوریې او اسرائیلو تیره میاشت اعلان وکړ چې د ترکیې په منځگړیتوب یې د سولې پټې خبرې پیل کړي دي. د دواړه هیوادونه تر منځ په ٢٠٠٠ کې هغه وخت د سولې خبرې په ټپه ودرېدې کله چې د دوی تر منځ د گولان د څوکې پر سر اختلاف پیدا شو.

XS
SM
MD
LG