د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا یو عالي رتبه پوځي قومندان د خبرو لپاره پاکستان ته تللی


د امریکا یو عالي رتبه پوځي قومندان ددې لپاره پاکستان ته تللی چې د هغه ملک له پوځي مشرانو د تروریزم او پوځي همکاریو په باب خبرې وکړي.

د امریکا د پوځ ستر درستیز، د سمندري قواوو ستر جنرال مایکل مولن نن اسلام آباد ته ورسید. هغه به د پاکستان د پوځ له د پوځ له اعلی قومندان جنرال اشفاق کیاني او له ستر درستیز جنرال طارق مجید سره گوري.

دواړه خواوې په د تروریزم په خلاف په جگړه او ممکن په قبایلي سیمه کې له طالبانو سره د نوي حکومت پر تړون وغږیږي.

تر اوسه لا نه ده معلومه چې جنرال مولن به له جمهور رئیس پرویز مشرف سره وگوري او که نه. دا پاکستان ته د ستر جنرال مولن دریم سفر دی.

د پاکستان نوي حکومت اوس د افغانستان سرحد ته نږدې له وسله والو طالبانو سره د جمهور رئیس پرویز مشرف برخلاف نرم چلند غوره کړی دی.

XS
SM
MD
LG