د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کی د بم په چاودنه کی دوه ماشومان وژل شوي دي


پاکستاني پولیس وایی چی د کوټي د ښار نه بهر یاغیانو د اورگاډي د پټلیو یوه پل ته بم ایښی و چی په چاودلو سره یې دوه ماشومان ووژل سول.

پولیس وایی چی دا پیښه نن د پنجشنبې په ورځ سوې ده او ماشومانو خپلي لوبي کولې. دې پېښي په بلوچستان کی د اور گاډو تگ راتگ هم وځنډاوه، مگر چارواکي وایی چی دوی هیله لری دا پل به ژر ترمیم سی او اور گاډي به ژر په تگ راتگ بیا شروع وکړی.

په بلوچستان کی په دې وروستیو کلونو کی د قبایلي یاغیانو له خوا شخړي او حملې زیاتي سوي دي. هغوی د سیمی په طبیعي منابعو کی ځانته زیاته ونډه غواړی.

په عین حال کی پولیسو د باجوړ په قبایلي سیمه کی نن د امنیتي چارو د هغه صاحب منصب مړی پیدا کړی دی چی تښتول سوی و.

د سیمی یو مامور جاوید خان وایی داسی ښکاری چی د غه صاحب منصب ته شکنجې ورکړه سوي او په گولۍ ویشتل سوی دی.

XS
SM
MD
LG