د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان له ملگرو ملتونو نه غواړي چې د بینظیر بهتو د قتل تحقیقات وکړی


ملگری ملتونه وائې، پاکستان ورنه په رسمی توگه غوښتی دی چې ملگری ملتونه دی دپاکستان دحکومت دپخوانی مخالفی مشرې بینظیر بهتو دوژل کیدو په باره تحقیقات وکړی .

دملگروملتونو دعمومی منشی نطاق میشل مونتاس پرون دجمعی په ورځ تائید کړه چې په ملگرو ملتونو کې دپاکستان سفیر دعمومی منشی سره ملاقات وکړاو هغه ته ئې یو لیک ورکړ. په دغه لیک کې دتحقیقاتو غوښتنه شوی ده .

نطاق وویل، په دغه غوښتنه باندی لا تراوسه غورروان دی او تراوسه پوری داسی پلان نشته د ی چې دغه تحقیقات دی وشی . میرمن بهتو په یو ځانمرگی برید او دبم په چاودنه کې ووژل شوه، په داسی حال کې چې پخوانی صدراعظمی دډیسمبر په میاشت کې اسلام اباد ته نژدی انتخاباتی مبارزه کوله

جمهوررئیس پرویز مشرف ددغه قتل ملامتی په یو افراطی باندی اچوی چې دالقاعدی سره ارتباط لری مگر دمیرمن بهتوپلویان دهغې دوژل کیدوپه باره کې دپاکستان دحکومت دتحقیقاتوپه باره کې شک څرگندوی.

XS
SM
MD
LG