د لاس رسي وړ اتصالات

دپاکستان جمهوررئیس هغه اوازی ردکړی چې وائې استعفئ کوی 


دپاکستان جمهوررئیس پرویز مشرف دمطبوعاتو هغه اوازی بیا ردکړی چې وائې، دی غواړی استعفئ وکړی یا ځان تبعید کړی. ښاغلې مشرف نن دشنبی په ورځ په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل،دی په قانونی توگه دهیواد جمهوررئیس انتخاب شویدی او دقانون له مخی خپله وظیفه سرته رسوی .

دپاکستان مشرچې پلویانوئې دفبروری دمیاشتی په پارلمانی انتخاباتو کې ماتی وخوړله، داخبره هم وکړه چې دی د اوسنی حکومت ملاتړ کوی او دحکومت په چارو کې مداخله نه کوی . پاکستانی مطبوعاتو هغو اوازو ته لمن ووهله چې وائې، دهیواد دنظامی مشرسره دتیری میاشتی له غونډی نه وروسته غواړی استعفئ وکړی . پوځ هم دغه اوازی ردکړیدی اودواړو مشرانوپه عادی موضوعاتوباندی خبری وکړی.

لیکن دهیواد نوی ائتلافی حکومت پدی وروستیووختو کې په اساسی قانون کې دتعدیل راوستلو پیشنهاد کړی وچې هغه به دښاغلې مشرف قدرت پوره کم کړی . په پاکستان کې مقامات وائې، په صوبه سرحد کې دبم چاودنه شویده .په دغه چاودنه کې لږترلږه دپولیسو ددرو صاحب منصبانو په شمول پنځه تنه وژل شویدی . پولیس وائې، یوبم چې سیکل پوری تړل شوی و اوله لیری نه کنټرولیده پرون دجمعی په ورځ دصوبه سرحد ددیره اسمعیل خان په ښارگوټی کې وچاودید. دوی وائې، دغه سیکل هغې سیمی ته نژدی ولاړوچې بل بم پکې دجمعی په سهارکې چاودلی واوڅوک ئې زخمی کړی نه و.

مقامات وائې، پولیسانو او ملکیانو په گډه دبم دلومړی چاودنی په باره کې تحقیق کاوه چې دسیکل پوری تړلی بم وچاودید .په دغه چاودنه کې لږترلږه دولس تنه زخمیان شول . پاکستانی مقاماتو پرون دجمعی په ورځ اعلان وکړچې دوی یوه زیاته اندازه چاودیدونکی مواد نیولی او دری ته مشکوک کسان ئې ونیول چې غوښتل ئې اسلام اباد ته نژدی ځانمرگی بریدونه وکړی .

دپولیسو یو لوړ رتبه ماموروویل، مقاماتو دپنجشنبی په ورځ په راولپینډی کې په درو موټرو کې لږترلږه پنځه سوه کیلوگرامه چاودیدونکی مواد کشف کړل . هغه وویل، پولیسو ددرو مشکوکو کسانو په شمول چې بریدکونکی به وی، یو شمیرکسان نیولی دی .

XS
SM
MD
LG