د لاس رسي وړ اتصالات

هیلري کلینټن نن رسماً له خپلې کاندیدئ تیریږي


ټاکل شوې ده چې د متحده ایالاتو سناتوره هیلري کلینټن نن د شنبې په روځ په رسمي ډول د جمهوري ریاست لپاره له خپلې کاندیدئ څخه تېره شي او د خپل سیال سناتور بارک اوباما ملاتړ اعلان کړي.

د میرمن کلینټن د انتخاباتي کمپاین مسئولین وايي، هغه به نن د امریکا په وخت غرمه په واشنگټن کې د خپلو ملاتړ کوونکو یوې غونډې ته خبرې وکړي او د اوباما تر قیادت لاندې د گوند غړي یووالي ته راوبولي. دواړو سناتورانو د پنجشنبې په ماښام په واشنگټن کې یوه شخصي غونډه درلوده.

د نن غونډه له هغه وروسته کیږي چې په ټول هیواد کې د جمهوري ریاست د کاندید د ټاکلو لپاره د دیموکرات گوند انتخابات پای ته رسیدلي چې په ترڅ کې یې اوباما تر ١٧میلیونو زیاتې رایې وگټلې. اوباما د گوند د استازو د رایو په گټلو کې هم له کلینټن نه مخکې شو او په دې ډول اوباما لومړنی تور پوستی امریکایي دی چې د یوه مهم گوند له خوا د امریکا د جمهوري ریاست لپاره کاندید دی.

XS
SM
MD
LG